افغانستانخبرونه

په دوو ورځو کې د ۴۰ ميليونه ډالرو دويمه کڅوړه کابل ته راورسېده

افغانستان ته پرون د ۴۰ ميليون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې يو سوداګريز بانک ته وسپارل شوه. دا په روانه اوونۍ کې د نغدي بشري مرستې دويمه کڅوړه ده ،چې افغانستان ته را رسېږي. د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاينه کوي او دا بانک د بانکي سکتور د لا پياوړتيا او ټينګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
د افغانستان بانک رهبري پر دې باور ده ،چې د بانکي سکتور له لارې د بشري مرستو برابرول روڼتيا راولي او خلکو ته د مرستو په رسولو کې آسانتياوې رامنځته کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *