افغانستانخبرونه

په دوو ورځو له ايرانه ۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي: په دوو ورځو کې له ايرانه څه باندې درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په ټويټرپاڼه ليکلي، چې په ايران کې مېشت درې زره او ۲۰۱ افغان کډوالو د سلواغې په ۲۴مه او ۲۵مه د هرات له اسلام کلا او د نيمروز له پل ابريشمه هېواد ته راستانه شوي دي. سرچينې زياته کړې ده، د دغه وزارت د سرحدي مسئولينو معلوماتو پر اساس، د دغو خلکو له ډلې يو زر او ۷۲۳ کسان د اسلام کلا له پولې او يو زر او ۴۷۸ کسان د ابريشم پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. سرچينې ويلي، د راستنو شويو له ډلې يې ۴۴۴ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان دفتر ته ورپېژندلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *