افغانستانخبرونه

په دوبی کې د افغانستان د توليداتو نندارتون جوړشو

د دوبی حاکم په متحده عربي اماراتو کې له يوه نندارتونه ،چې د افغانستان توليدات په‌کې نندارې ته ايښودل شوي وو، لېدنه وکړه.د متحده عربي اماراتو رسنو راپور ورکړی، چې په‌دې نندارتون کې د افغانستان وچه مېوه او زعفران نندارې ته کېښودل شوي.ورته مهال، د کرنې او مالدارۍ خونې مسئولين وايي: له هېواده بهر د نندارتونونو جوړېدل د کورنيو توليداتو د ودې لپاره زمينه برابرولي شي.د کرنې او مالدارۍ خونې مرستيال ميرويس حاجي‌زاده وايي: (( هر څومره چې نندارتونونه ډېر وي او موږ وکولای شو په بهرنيو په تېره د متحده عربي اماراتو په نندارتونونو کې ګډون وکړو او ګرمسېره هېوادونه تر ډېره برېده د افغانستان توليداتو ته اړتيا لري، زموږ جلغوزي او زعفران ښه نوم لري، په اماراتو کې چې کوم نندارتون جوړ شوی، دا د توليداتو لپاره ډېر ښه بازار دی.))له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي: تر راتلونکو څو ورځو به په متحده عربي اماراتو کې يو بل نندارتون هم پرانيستل شي؛ خو په وينا يې يو شمېر افغان سوداګر به د ويزې د نه لرلو له امله پکې ګډون ونه کړای شي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: (( زموږ ستونزه په تېره له دوبی سره دا ده چې دوی وېزه نه ورکوي او ويزې ډېرې سختې شوي او هغه کسان چې هلته اقامه لري، هغوی ګډون کولای شي، په چين کې چې هم نندارتونونه جوړ شول، موږ په‌کې ګډون نه‌شوای کولای، دا زموږ يوه جدي ستونزه ده.))د سوداګرۍ او پانګونې خونې په باور طبي بوټي، غالۍ، وچې ميوې او ګران بيه ډبرې د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او په وينا يې په ډېرو نندارتونونو کې همدا توليدات نندارې ته اېښودل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *