افغانستانخبرونه

په دايکنډي کې لوړ ولور ځوانان له واده کولو پاتې کړي

د دايکندي يوشمېر ځوانان دغه ولايت کې د واده مراسمو لوړ لګښت څخه د نيوکې ترڅنګ وايي ،چې هر کال سلګونه ځوانان د واده لګښتونو پوره کولو لپاره ګاونډيو هېوادو ته د کار لپاره سفر کوي.د دايکنډي اوسېدونکي سيف‌الله رضايي وايي: په دې ولايت کې د يوه واده لګښت له ۷۰۰ تر ۸۰۰زره افغانيو دی او ځوانان د يادو پيسو ګټلو لپاره اړ دي، چې ګاونډيو هېوادونو ته مزدورۍ پسې لاړ شي.نوموړی وايي: (( واده کول يو اصل دی او هر انسان بايد واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي، خو له بده‌مرغه چې افغانستان کې موږ په ناسمو دودونو کې راګير يو او نشو کولای، چې د ولور په توګه د نجلۍ پلار ته ډېرې پيسې ورکړو.))هېواد کې ناسم دودونه او لوړ ولور د دې لامل شوي، چې ګڼ‌شمېر ځوانان او پېغلې ونشي کړای چې په مناسب عمر کې واده وکړي.په دايکنډي کې يو شمېر خلک له هلک څخه د لوړ ولور اخيستل ناوړه دود بولي او وايي: د نجلۍ په بدل کې د پيسو او نورو شتمنيو ترلاسه کول ښه کار نه دی.دايکنډي کې د مېرمنو حقونو فعاله رقيه راسخ وايي: (( ګڼ‌شمېر کورنۍ چې مالي وضعيت يې ښه نه دي نشي کولای ،چې په مناسب وخت کې واده وکړي. له همدې امله د ډېری ځوانانو د واده عمر تېرېږي.))
بل‌خوا ديني عالم سيد‌حبيب‌الله اکبري وايي: د ولور، مهر حاضر او نورو نومونو د هلک له کورنۍ څخه پيسې اخيستل پر نجلۍ د بيې کېښودل دي او شريعت کې ناروا عمل دی.نوموړی وايي: (( دغه ناسم او ناوړه دودونه د اسلام دين او شريعت له نظره ناروا دی او لامل شوي چې ګڼ‌شمېر ځوانان له واده پاتې شي او ځينې نور چې واده کوي له نورو پيسې پور اخلي او په سود يې اخلي او له همدې کبله کډوالي کوي او هلته بيا پر نشه‌يي توکو اخته کېږي.))دا په داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د حج، ارشاد او اوقاف وزارت کورنۍ د ولور له اخيستلو منع کړې وې، خو په ښکاره دغه امر د توصيې بڼه لرله او لا هم ولور د زرګونو ځوانانو د واده پر وړاندې ستر خنډ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *