افغانستانخبرونه

په خوست کې پر موسمي ناروغيو د اخته کسانو شمېر زيات شوی

خوست کې په موسمي ناروغيو په ځانګړې توګه پر تنفسي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی. د خوست اوسېدونکي وايي ،چې د هوا په سړېدو سره د ماشومانو په ګډون ګڼ‌شمېر خلک پر تنفسي ناروغۍ اخته شوي چې وېره لري، کورونا ويروس نه وي.د خوست اوسېدونکی جاوېد وايي: د ناروغيو ډېروالي سره هم‌مهاله د بې‌وزلۍ کچه هم لوړه شوې او خلک نشي کولای په شخصي لګښت د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.نوموړی وايي: (( په دې وروستيو کې دا موسمي ناروغۍ يو څه ډېرې شوې، نو موږ وېره لرو چې کورونا بېرته نه وي راغلي. د عامې روغتيا له وزارت څخه مو دا هيله ده، چې دولتي شفاخانو ته پاملرنه وکړي، څو د دې ناروغۍ مخنيوی وکړي.))د خوست يو بل اوسېدونکی رحمان وايي: د موسمي ناروغيو له زياتوالي سره سره د ملکي روغتون په ګډون په ټولو روغتيايي مرکزونو کې امکانات کم دي، چې د ناروغانو درملنه په سم ډول نه کېږي.دی وايي: (( په ډېرو روغتونونو او کلينيکونو کې هغه ډاکټران او درمل نشته چې زياته اړتيا ورته ليدل کېږي. په خاص ډول بايد زموږ د خوست ملکي روغتون ته زياته پاملرنه وشي، زموږ ملکي روغتون کې زيات مشکلات شته. د خوست په بېلابېلو کلينيکونو کې زموږ خواهش همدا دی چې دې ستونزو ته په کتو بايد د روغتيا برخه پياوړې شي، څو خلک د روغتيا له برخې څخه برخمن شي او همغه ډول ،چې د روغتيا د برخې خدمات دي بايد خلکو ته ورسېږي.))بله ‌خوا د خوست د عامې روغتيا رياست مسئولين هم دې ولايت کې پر موسمي ويروسي ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زياتوالي تاييدوي. د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر فضل کريم مندوزی وايي: د موسمي ويروسي ناروغيو د مخنيوي لپاره يې د همکارو موسسو پر مټ په ټولو روغتيايي مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره اړين درمل ځای پر ځای کړي دي.نوموړي وويل: دغه حقيقت دی چې ساري امراض ډېر شوي دي. د کورونا ټيسټونه موږ دلته لرو هغه ليول له مخکې څخه زيات شوی ندي طبعاً د مني موسم چې ورته وايو په دې کې يو ناڅاپه نازله، زکام ،ټوخي او د ستوني درد زيات وي ، خو د کورونا ناروغي له مخکې څخه کمه ده؛ زياته نه ده.))د خوست د اوسېدونکو په وينا: په لرې پرتو سيمو کې جوړ شوي کلينيکونه د شته نفوس لپاره بسنه نه کوي، يا هم ځينې يې له هستوګنيزو سيمو څخه ډېر لرې دي چې خلک ورته د لارو د خرابوالي له کبله په اساني ناروغان نشي وروستلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *