افغانستانخبرونه

په خوست کې يو لوی پل جوړ شو

د خوست د اسماعېل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د مېشکوڼه په سيمه کې يو لوی پل ،چې څه موده وړاندې د زياتو سېلابونو له کبله ويجاړ شوی و، جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.ولايتي مسئولين وايي: دغه پل ۶۰ متره اوږدالي او ۱۰ متره پلنوالي لري او په خبره يې له سېلابونو څخه د ساتنې په هدف د دغه پله په شاوخوا کې ۲۵۰ متره استنادي دېوالونه هم جوړ شوي دي.د خوست ولايت د دفتر رئيس اخترمحمد عکرمه د ياد پله د پرانيستې پرمهال وويل، چې د پله مالي لګښت د دولت له بوديجې څخه ورکړل شوی دی.((دا په دې اوونۍ کې درېيمه پروژه ده ،چې ګټې اخيستنې ته يې وړاندې کوو. نورې پروژې هم انشاالله په پام کې نيول شوې دي. په نوي کال کې تاسې به يې وينئ، چې د انکشافي بودجې له درکه به په خوست کې انشاالله پروژې پلې کېږي او ولس ته به يې ګټه رسېږي.))
د اسماعېل خېلو مندوزيو ولسوالۍ قومي مشر فيض محمد وايي، چې د ياد پله په ورانېدو سره د سيمې خلک د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په وينا يې: خوښ دي ،چې دغه پل بېرته ورته جوړ شو:(( کله چې دا پل نه و، د زراعت لپاره تاوان و، ډېر اقتصادي مشکلات موږ لرل، ځکه دا موټر چې دلته راتلل، په نيم ساعت کې چې بازار ته رسيدل، دا تقريباً دوه ساعته وخت يې نيوه، ځکه دا لار نه وه دا يوازې زموږ ولسوالي نه، بلکې د نورو ولسواليو خلک هم پرې راځي.))د نور ولي شاه په نامه د سيمې يو بل اوسېدونکي هم وايي، چې د دغه پله په جوړېدو سره يې ډېرې ستونزې حل شوې او د اړتيا پرمهال به پرې په وخت تګ راتګ وکړي.ده زياته کړه، پر دغه پله نه يوازې د اسماعېل خېلو مندوزيو ولسوالۍ خلک تګ راتګ کوي، بلکې د خوست هوايي ډګر ترڅنګ د نورو سيمو خلک هم پرې تګ راتګ کوي:
(( دا پل خو ډېر حياتي ارزښت لري، علاوه له دې څخه ،چې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ لاره ده، بلکې د تڼيو ولسوالۍ، پيران او پورته د ګېډورې ډېر خلک پر دې لاره باندې ځي.))
د يادونې وړ ده ،چې په خوست کې د وروستيو سېلابونو له کبله په مرکز او ځينو ولسواليو کې، پر استنادي دېوالونو سربېره زيات شمېر لوی او کوچني پلونه هم زيانمن شوي او خلک يې له اړوندو ادارو د جوړيدو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *