
د خوست په مرکز او ولسواليو کې زده کوونکي شکايت کوي ، چې د پوره تدريسي کتابونو د کمښت له کبله يې زده کړې له خنډ سره مخ دي.د خوست پر مرکز سربېره په ولسواليو کې د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي وايي، چې دوی زياتره درسي کتابونه نه لري او دې ستونزې يې د زده کړو بهير ټکنۍ کړي دي.د پوهنې رياست مسوولين هم په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه مني خو وايي چې، دې ولايت ته شاوخوا يو ميليون کتابونه په پام کې نيول شوي او زياتوي چې له دې شمېر يې تقريباً پنځه لکه کتابونه خوست ته رسيدلي هم دي.د شايستې په نوم يوې زده کوونکې کليد سره په خبرو کې وويل چې، د کتابونو کمښت له ستونزو سره مخ کړي، ځکه د هغې په وينا له کتاب پرته زده کړې نيمګړې وي:«زموږ په مکتب کې د کتابونو ستونزه هر وخت وي، کمښت سره يې مخ وو؛ موږ ته پوره کتابونه نه دي راکړل شوي موږ سره هر وخت نيم کتابونه راسره وي او زده کړې مو په نيمايي کې پاتې وي.)) د هيلۍ په نوم يوه بله زده کوونکې وايي چې، د پوره درسي کتابونو نه شتون يې زده کړې له خنډ سره مخ کړې دي او د دغه ولايت د پوهنې له رياست يې غوښتنه وکړه، چې دوي ته دې درسي کتابونه ورکړي: (( زموږ ډېر کمښت دي د کتابونو، نيم مو شته او نيم مو نه شته؛ زموږ خپله نورې زده کوونکې دي د هغوی هم نه شته.))په ورته مهال د خوست د پوهنې رياست د نشراتو مدير سيدکبير سنګين وايي، چې د خوست په ټولو ښوونځيو کې شاوخوا يو ميليون او ۱۶۵ زره ټوکه کتابونه ته اړتيا ده.نوموړي زياته کړه، دغه ولايت ته شاوخوا يو ميليون يو لک ۵۵۷۸۵ ټوکه کتابونه سهم نيول شوي چې، له دې جملې يې تيره اوونۍ پنځه لکه ۱۱۳۶ ټوکه کتابونه رسيدلي او پاتې نور به هم ډېر ژر راورسول شي(( خوستيو زده کوونکو لپاره زيری ورکوو ،چې ۱۴۰۲ ښوونيز کال کې به انشاءالله دوی د کتابونو له ستونزو سره مخ نه شي او د دوی د کتابونو ستونزه به انشاءالله په بشپړ ډول رفع کېږي.))د يادونې وړ ده، چې په خوست کې د ښوونځيو زده کوونکي ډېر کله د ښوونيزو کتابونو له کمبود سره مخامخ وي، چې له امله يې پر زده کړو هم بدې اغېزې کېږي؛ دوی له مسئولو ادارو دې برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.