
په خوست کې د مرکز او ولسواليو يو شمېر زدهکوونکي وايي: ډېری ښوونځي ترميم ته اړتيا لري او زياتوي ،چې که پر وخت ترميم نه شي، په راتلونکې کال کې به هم د زدهکوونکو پر زده کړو منفي اغېزې ولريد دغه ولايت د پوهنې رياست مسئولين هم دغه ستونزه مني ،خو وايي، چې په دې برخه کې کار روان دی او تېره اوونۍ يې هم په مرکز او ولسواليو کې دوولس ښوونځي په اساسي ډول بېرته رغولي دي.د خوست د تڼيو ولسوالۍ د دره ګي عالي ليسې زدهکوونکي رفيع الله وايي: د ښوونځي د ودانۍ ساختمان يې تخريب شوي او زياتوي ،چې د ښوونځي ډېری دروازې، کړکۍ، رنګونه او کانګريټي برخه يې له منځه تللې ده:(( زموږ د مکتب د تعمير ځينې برخې خرابې دي، چوکۍ، ميزونه، دروازې دا ماتې دي او د کړکيو ښيښې هم ماتې دي. له دولت څخه موږ غوښتنه دا ده، چې تر راتلونکې پسرلي يې د جوړولو چارې بشپړې کړي.))د خوست د پوهنې رياست د نشراتو مدير سيد کبيرسنګين وايي: په روان کې کال کې په مرکز او اتو ولسواليو کې د يونيسف په مالي ملاتړ چې شاوخوا اته ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلي؛ دوولس ښوونځي په اساسي ډول ترميم شوي دي.(( د خوست د مرکز په شمول په اته ولسواليو کې د اته ميليونه، نهه لکه څلورزره، پنځه سوه اته څلوېښت افغانيو په ارزښت دوولس بابه ښوونځي چې ترميم ته يې اړتيا لرله په بنسټيز ډول ترميم شول.))د يادونې وړ ده چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا سل ښوونځي ودانۍ نه لري او د دې ترڅنګ په سلګونو نور ښوونځي بيارغونې ته اړتيا لري.