
په خوست کې د پاسپورټ آمريت مسئولين وايي: د خلکو د غوښتنو په اساس يې د پاسپورټ اخيستلو سهم له ۱۵۰ تر ۳۵۰ پورې لوړ کړي دي.د پاسپورټ آمر محمد نوروز زاهد وويل: پخوا د خوست سهم هم د نورو ولايتونو په څېر کم و، خو په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدو لپاره د پاسپورټ اخيستلو سهم زيات شوی دی:
(( په اول وخت کې د لومړنيو درجو ولايتونو په لېست کې و، ۱۵۰ ټوکه سهميه مو لرله، بيا وروسته ۱۰۰ ته راټيټه شوه او اوس الحمدالله ښه زېری ولس ته لرو، چې موږ ۳۵۰ ټوکه سهميه لرو، د خوست خلکو او متقاضايتو ته په اوس وخت کې بسنه کوي.))د خوست يو شمېر اوسيدونکی وايي: د دې ولايت خلک په بهر کې د کاروبار ترڅنګ خپل ناروغان هم نورو هيوادونو ته د درملنې لپاره وړي، چې د پاسپورټ اخسيتلو په پروسه کې د سهم د کموالي له کبله خلک په ستونزو کې وو.د پاسپورټ يو اخيستونکی بادشاه خان وايي: د خوست زيات شمېر خلک په بهر کې کاروبارونه لري چې، تګ راتګ يې زيات دی، نو خلک هم د پاسپورټ اخيستلو سهم د ډېروالي غوښتنه کوي:(( مخکې غوښتنې ډېرې وې د خلکو مشکلات زيات وو، وطن او حالاتو ته په کتو لکه مريضي او تګ راتګ شو، زموږ او ستاسې ملک خو مسافرين په نورو ملکونو کې ډېر لري. د پاسپورټونو تعداد ډېر کم و، نن چې زما نوبت هم و ډېر خلک راغلي وو او خوشحاله دي.))د ياد ولايت يو بل اوسېدونکی نويد خان وايي: د پاسپورټ اخسيتلو لپاره د خلکو غوښتنې زياتې وې ،خو سهم کم و چې، وخت ناوخت يې خلک د پاسپورټ اخيستو په برخه کې د ځنډ له کبله له ستونزو سره مخ کړي وو:
(( په خوست کې پخوا چې و ۱۵۰، ۱۳۰ او حتا تر ۵۰ پورې خلک به د ورځې بايومتريک کېدل، خو اوس شکر دی الحمدلله سهم ۳۵۰ ته پورته شوی دی. ډېر خلک کولی شي چې پاسپورټونه په انلاين ډول واخلي او ژر ژر نوبت ورشي.))د يادولو وړ ده، چې په خوست کې د روان ۱۴۰۲ کال د اسد مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې شاوخوا ۸۹۰۰ پاسپورټونه خلکو ته ورکړ شوي دي.