افغانستانخبرونه

په خوست کې د طبي بوټو د ترويج هڅې

د خوست شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي مسئولينو ويلي: له تېرو څو کلونو راهيسې يې د دوی اړوند د کرنې په څېړنيز فارم کې د بېلا بېلو بوټو پر کرکيله څېړنې پيل کړې.په تازه اقدام کې د نورو طبي بوټو ترڅنګ د انجې پر کرکيله هم څېړنه پيل شوې، چې سر له اوسه د دې ګټور طبي بوټي پايلو ته خوشبين دي.د خوست شېخ زايد پوهنتون د زراعت پوهنځی رئيس اختر جمال جمالي وايي: له پايلو وروسته به د خپلو څېړنو پايلې د يو نندارتون په توګه د سيمې کروندګرو ته وړاندې کړي: (( اوس موږ په انجه څېړنه کوو، بيا د خوست بزګران راغواړو او هغو ته د دغو څېړنه نتايج وايو، چې دا څه ډول وکرل شي، څومره عوايد لري. په راتلونکي کې پلان لرو ،چې يو نندارتون جوړ کړو او د ټول خوست له بزګرانو سره معلومات شريک کړو.))
د خوست شېخ زايد پوهنتون رئيس شېخ محمد يعقوب نيازی وايي: دا ګام يې د پوهنتون له استادانو او د زراعت له کارپوهانو سره له مشورې وروسته اخيستی او هيله من دي،چې د دغه بوټي بريالۍ پايلې به د سيمې پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي: (( موږ له ملګرو، زراعت رئيس او استادانو سره مشوره وکړه، تاسې راځئ دا د خوست او لويې پکتيا لپاره پر انجه تجربه وکړو؛ د افغانستان په سطحه خو ډېر کامياب بوټی دی، په خوست کې به دا لومړۍ ځل وي، چې موږ تجربه پرې کوو؛ اميد دی، چې د خلکو اقتصاد به ډېر ورسره ښه شي. )) خوست چې د کرکيلې لپاره کمې ځمکې لري، له ډېره وخته مروج فصلونه پرې کرل کېږي ،چې د کروندګرو په وينا خواري ډېره، خو ګټه کمه ده.همدې ټکي ته په اشارې د خوست د اطلاعاتو فرهنګ رئيس شبېراحمد عثماني وايي: د دغه نوي بوټي کرکيله به د بزګرانو ګټه وټه ډېره کړي: (( بزګران چې نور بوټي کري، هغه دومره ګټه نه کوي، لکه څومره چې دا بوټي کوي؛ اقليمونه توپير لري، خو خوست دومره ښکلی اقليم لري چې د ډېرو بوټو پايله په کې ډېره ښه ده.)) انجه، هنګ يا انغوزه، چې پخوا په طبيعي توګه د شمال او شمال ختيځو ولايتونو په غرنيو سيمو کې راشنه کېده،د شېرې د نامسلکي راټولونې په پايله کې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شوه.
اوس يې تخمونه له نورو هېوادونو راوړل کېږي او ورو ورو د هېواد په نورو سيمو کې هم رواجېږي.
ويل کېږي، چې پر يو جريب ځمکه کرل شوې انجه له سلو تر دوو سوو کيلو حاصل يا شيره ورکوي او هر کيلو يې کيفيت ته په کتو له لسو تر شلو زرو افغانيو بيه لري.دا طبي بوټي پر کورني استعمال سربېره نړيوالو بازارنو ته هم ځي او د افغانستان مهم صادراتي بوټي شمېرل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *