
د خوست د صبريو ولسوالۍ د خالبسات بازار چې، د خوړ په مسير کې موجود و؛ نوي او مناسب ځاي ته انتقاليږي او له دې وروسته به د سيلابونو له خطره وژغورل شي.د خوست د صبريو ولسوالۍ په خالبسات بازار کې هټيوال وايي: نوي او مناسب ځای ته د بازار په انتقالېدو سره به دوکانداران له مالي زيانونو او نورو خطرونو خوندي شي.دغه بازار، چې د خوست له مرکزي ښاره وروسته دويم لوی کاروباري بازار ګڼل کېږي، موقعيت يې تر ډېره د خوړ په مسير کې و ،چې د تېرو سيلابونو له کبله يې څو ځلې د ډېرو هټيوالو توکي د سېلاب خوراک شوي وو.په دغه بازار کې يو دوکاندار اکرام الدين وايي: پخوا سيلابونو زيانونه ورته اړولي او په خبره يې دغه نوي او مناسب ځای ته د بازار په انتقاليدو سره به يې ستونزې راکمې شي:(( موږ پخوا له مشکلاتو سره مخ وو، خوړونه راوتل له موږ يې شيان وړل، نو اوس چې پاس بازار زموږ لپاره جوړېږي ډېر ورته خوشحاله يو ،ځکه چې موږ به له ستونزو خلاص شو.))د کاپيسا اوسيدونکی احمد، چې په دغه بازار کې هټۍ لري وايي: سېلابونو هر وخت له دوی څخه دوکانونه نړولي او مالي زيانونه يې ور اړولي دي.ده زياته کړه: د دې ولسوالۍ ښاروالۍ د بازار لپاره نوی ځای انتخاب کړی، چې تر ډېره مناسب دی او دوی به د سېلابونو له خطره په امن کې شي:(( موږ ډېر زيانونه ليدلي دا ترپلې او ميوي به يې يووړلې، يو شي يې هم نه دي پرېښودلی، ډېر شيان يې را څخه وړي دي؛ موږه شکر دی اوس ډېر خوښ يو چې بازار يو څنګ ته شو.))ورته مهال د صبريو ولسوالۍ ښاروال حمين امين وايي: د خلکو ستونزو ته په کتو او د دوی په غوښتنه د خالبسات بازار مناسب ځای ته انتقالېږي ،چې په لنډ وخت کې به هټيوالو ته نوي ځايونه ورکړل شي.د نوموړي په خبره، په دغه نوي بازار کې د هر صنف لپاره ځانګړې برخې موجودې دي او زياتوي ،چې تر يوې کچې به د صبريو ولسوالۍ عوايد هم ورسره لوړ شي:(( د خلکو د بار بار غوښتنې په اساس موږ دا وپتېيله ،چې دا خلک په ټولو کې غريب همدغه د غرفو، د سبزيو ميوهجاتو او د کنټينرونو صنفونه دي، چې دا موږ يو مناسب ځای ته انتقال کړو؛ اتيا سلنه زموږ کارونه خلاص شوي دي، په نږدې ورځو کې به موږ د توزيع پروسه ولرو او له هغې وروسته به بيا انتقال ترسره کوو.))د يادونې وړ ده، چې د خالبسات بازار د انتقالېدو پر پروسه يو شمېر هټيوال نيوکه لري، چې شفافيت په پام کې نه دی نيول شوی او له مسئولينو غوښتنه کوي ،ترڅو هر دوکاندار ته دي په نوي بازار کې ځای ورکړل شي.