
د خوست ښار په درېو ناحيو کې د شاوخوا ۵۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړکونو او لښتيو جوړولو په برخه کې د درېيو رغنيزو پورژو چارې پيل شوې.د خوست ښاروال بسم الله بلال وويل: دغه پروژې په اوله، دويمه او درېيمه ناحيه کې پلي کېږي ،چې چارې به يې په اساسي ډول ترسره شي. نوموړي دغه راز زياته کړه، په خوست ښار کې يې د نورو بېلا بېلو رغنيرو پروژو لپاره ۱۱۲ ميليونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې چې په لنډ وخت کې به يې چارې پيل شي:(( په لومړي ناحيه کې تقريباً ۴۸۰ متره اوږدوالي لري لښتي او سړکونه، په دويمه، درېيمه ناحيه کې ۳۷۰۰ متره اوږدوالي لري او همداشان په دويمه او درېيمه ناحيه بل ځاي کې ۲۸۰۰ متره اوږدوالي لري چې په دې کې په اساسي ډول لښتي او سړکونه جوړېږي.))د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت دغو مراسمو ته وويل: په تېرو دوو کلونو کې له هر ډول رغنيزو پروژو د ښه کيفيت په هدف څارنه شوې او که په اساسي او معياري توګه کار ترسره نه شي، نو لغوه کېږي: (( په دې دوه کلنه دوره کې اسلامي امارت د بازسازي څومره پروژې شروع کړي او يا يې سرته رسولي دي الحمدالله هغه په لوړ کيفيت سره چې وخت ناوخت يې ټاکل شوي هيئت نظارت کوي او د هر ملګري دا فکر وي چې دلته بايد باکيفيته کار وشي.))بل لورته د خوست يو شمېر اوسيدونکي وايي: په دې وروستيو کې په ښار او ولسواليو کې په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې پروژې ترسره شوي، خو له اړوندو ادارو يې د کيفيت غوښتنه کوي.د دغه ولايت دوه اوسېدونکي ګل اکبر او عبدالله وايي: په ښار کې سړکونه او لښتي څو ځلي جوړ شوي، خو د خراب کيفيت له کبله ژر له منځه تللي او اوس غواړي ،چې د يادو پروژو چارې اساسي او معياري ترسره شي:(( زموږ خو دا غوښتنه ده له اسلامي امارته چې تېر وخت کې په دې کې فساد و، سړکونو منظم کيفيت نه درلود، موږ له دوی هيله کوو ، چې په سمه توګه دا کار وشي.)) (( بايد دا سړکونه په معياري ډول جوړ شي، ټول مواد د سړکونو پوره وي، څو په راتلونکي کې دويم ځل داسې نه وي چې بيارغونې ته اړتيا ولري.))د خوست ښار او شاوخوا سيمو د باراني اوبو د وتو لپاره د منظم سيستم نشتوالي ډېر کله د دغه ښار سړکونه، پلچکونه او لښتي له وخته مخکې زيانمن او ويجاړ کړي دي.د ښار اوسيدونکي غواړي ،چې د سړکونو ترڅنګ دې، دې اساسي برخې ته هم پام وشي.