افغانستانخبرونه

په خوست کې جوړ شوی موټر او توپک نندارې ته وړاندې شول

د خوست د ميخانيکي انستيتيوت زده کوونکو له خوا جوړ شوی ټوپک او د خوست يو بل اوسېدونکي په نوښت جوړ کړی موټر د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې له خوا په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې نندارې ته وړاندې کړل.بهار شاه ګل، فريدالله او عبدالمجيد هغه دری ملګري دي چې په تخنيکي برخه کې زده کړې کوي او له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په ګډه د توپک او نارنجک پر سيستم کار کړی او د دوی په وينا، چې د کار پايله يې مثبته هم ده.د دوی له ډلې بهار شاه ګل راته وويل، چې جوړ کړی توپک او نارنجک يې له نورو ځانګړی دی:((کوم توپک او نارنجک سيستمونه چې موږ جوړ کړي، پينځه مياشتې پرې لګيدلې؛ توپک په شپږ-اووه سوه انټروال کې انداخت کوي او نارنجک دری ډوله استعمال لري. غوښتنه مو دا ده، چې داسې خلک د افغانستان په هر ولايت کې پيدا کېږي، چې له دوی سره مالي مرستې وشي، منظم لابراتوارونه ورته جوړ شي، چې افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ ته يې خير ورسېږي.)) د دې ستاينغونډې بلځانګړی مېلمه نورويس خان و، چې د ده په وينا له ډېره وخته په خوست ښار کې د نجارۍ کاروبار لري او له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې يې د يو موټر پر جوړولو کار کاوه، چې بالاخره بريالی شو او جوړ کړی موټر يې نندارې ته وړاندې کړ: (( غوښتنه مو دا ده چې موږ ته د مسلکي کار زمينه برابر شي؛ که رښتيا درته ووايم ما دا موټر په دريو شيانو (ګلينډر، برمه او د ويلډېنګ ماشين) جوړ کړی، دا خو وسايل نه دي؛ دې ته پرېس او نور ماشينونه په کار دي، چې موږ يې له دولت نه غوښتونکي يوو.))د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ اداره وايي: له دې غونډې يې هدف د هغو استعدادونو هڅونه وه، چې د دوی په وينا په خپل نوښت ټولنې ته د پرمختګ فکر ورکوي.د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبيراحمد عثماني وايي، چې دوی به د هېواد شتمن او مسئولې حکومتي ادارې وهڅوي، چې د داسې خلکو لاسنيوی وکړي:(( په دې کوښښ کې يو، چې ځينې سرمايه دار خلک يا د امارت هغه مسئولې ادارې دېته وهڅوو، چې هغوی د داسې وسايلو د جوړولو لپاره ځانګړې بودجه ولري، هغه فابريکې چې په هغو کې پرزې جوړېږي، نو دا به انشاءالله د دې وطن د آبادۍ باعث وګرځي.))د يادولو وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د يو شمېر ځوانانو له خوا د ځينو نوښتونو خبرونه خپرېږي، خو په ټوله کې د دغو ځوانانو غوښتنه دا وي، چې مسئولې ادارې يې د راتلونکو کارونو لپاره مالي او تخنيکي ملاتړ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *