افغانستانخبرونه

په خوست کې بېلابېلې ورزشي لوبې ترسره شوې

د خوست په لرې پرته او محرومه صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د بېلابېلو لوبو ورزشي جشن ترسره شو،چې د ملي او سيمه‌ييزو لوبو ترڅنګ په کې ورزشي نمايشات هم وړاندې شول.په دغه ورزشي جشن کې واليبال، نېزه وهنه، موټر سايکل ځغلونه، کبډي، خوسی، تيږه اچونه او دې ته ورته نورې ملي او محلي لوبې ترسره شوې.د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکی اسدالله عظيمي وايي: په تېرو شلو کلونو کې يې په سيمه کې دا ډول لوبې نه وې ترسره شوې او زياتوي، چې ياده ولسوالۍ په تېر کې ډېره محرومه سيمه وه،نو په کار ده، چې دې ته ورته نورې لوبې هم ترسره شي: (( په شلو کلونو کې هم داسې لوبې نه دی شوې، زموږ صبريو ولسوالۍ په دا شلو کلونو کې ډېره غمجنه وه او داسې نورو لوبو ته هم ضرورت لري. )) د نيزه وهنې او کمانډو لوبو دوه تنه لوبغاړي رحيم الله رحيمي او عبدالله دغه ډول لوبې د مختلفو سيمو ځوانانو او ورزشکارانو لپاره خورا مهمې بولي، خو له اړوندو ادارو د وسايلو او لوبغالو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم کوي: (( دغه پروګرام چې په صبريو ولسوالۍ جوړ شوی ، دا ډېر ګټور پروګرام دی. دا ډول پروګرامونو د يوې او بلې سيمې ځوانانو او ورزشکارانو لپاره د مينې او يووالي لامل ګرځي.))(( د ولايتونو په سطحه موږ رسمي ميدانونه نه لرو او دوهمه خبره دا، چې موږ ته بايد ترانسپورت پيدا کړي، ځکه د ترانسپورت نشتون موږ ته زيات مشکل پيدا کړی دی.))ورته مهال د خوست ورزشي آمريت مسئولين وايي : د ملي او محلي لوبو د غوړېدا لپاره هڅې کوي،چې د لوبغاړو د ستونزو د حل ترڅنګ دا ډول لوبې په نورو سيمو او ولسواليو کې هم ترسره کړي.د خوست ورزشي آمر عطاالله شاه کډوال وايي: د لومړي ځل لپاره په صبريو يعقوبو ولسوالۍ کې دغه لوبې وشوې، چې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې:
(( شل کاله کېږي، چې دلته دا لوبې نه وې شوې، الحمدالله ډېرې پر نفوسه لوبې وې، ډېر په تشويق سره دا لوبې وشوې. دوی ثابته کړه ،چې دا ولسوالي ډېره له مينې او محبته ډکه ده. )) د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د خوست په تڼيو او ګربزو ولسوالۍ کې هم ورته ورزشي جشنونه ترسره شوي او خلک له مسوولينو غواړي چې دا ډول پروګرامونه دې د خوست نورو سيمو ته هم وغځول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *