افغانستانخبرونهروغتیا

په ختيځو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شو

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې ((يونېسف)) پرون د هېواد په ختيځو ولايتونو، ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل کړ.
په افغانستان کې د يونېسف د دفتر وياند کمال شاه، رسنيو ته ويلي، دغه کمپاين چې تر راتلونکې پنجشنبې به دوام وکړي، له پنځو کلونو کم‌عمره څه باندې يو ميليون ماشومان به په‌کې واکسين شي.ده وويل: (( په روان ميلادي کال کې نهه پېښې ثبت شوې وې او دا په يادو سيمو کې د پوليو ويروس شتون ښيي، نو له همدې امله مو ختيځو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين کور په کور پيل کړی او تر راتلونکې پنجشنبې به روان وي.))
په ورته وخت کې د ختيځو ولايتونو اوسېدونکي خوښ دی،چې ماشومانو ته يې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ورکول کېږي.د لغمان اوسېدونکی عبدالله وايي: (( د پوليو واکسين د تطبيق کارکوونکي زموږ کورونو ته راغلي او زموږ ماشومان واکسينوي، څو د پوليو له شره خلاص شي.))
د کونړ اوسېدونکی امان بيا وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې د پوليو ضد واکسين پيل شوی او خپل ماشومان يې واکسين کړي دي. هغه له خلکو غواړي چې خپل ماشومان د پوليو ناروغۍ پر وړاندې واکسين کړي.د نړيوالو سازمانو د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان او پاکستان اوس نړۍ کې يوازيني دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم په‌کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له ‌منځه نه ده تللې.
د پوليو ضد واکسين د تطبيق له دې کمپاين سره هم‌مهاله، يو‌شمېر ديني عالمان ټينګار کوي، چې هېوادوال بايد د روغتياپالانو له لارښوونو سره سم خپل له پنځو کالو کم عمره ماشومان واکسين کړي.
ديني عالم مختارمحمد عثماني وايي، چې د پوليو واکسين تطبيق د ماشومانو لپاره اغېزمن دی او له کورنيو يې غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان واکسين کړي.
د يادونې وړ ده، چې ۲۰۲۲ م کال کې د ټول هېواد په کچه د پوليو يوازې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې يوه يې په کونړ او بله يې په پکتيکا کې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *