افغانستانخبرونه

په جوزجان کې نوې جوړه شوې فابريکه د ورځې ۳۵ ټنه اوړه توليدوي

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د ترکستان په نامه د اوړو د توليد فابريکې مسئول بازمحمد وايي: دغه فابريکه په يوه شپه او ورځ کې ۳۵ ټنه اوړه توليدوي.ده وويل: د فابريکې په بېلابېلو برخو کې ورسره ۳۰ کسان کار کوي او زياتره توليد شوي اوړه هم فارياب، سرپُل او کابل ولايتونو ته صادروي.نوموړي زياته کړه، چې ياده فابريکه يې له ځوانانو، بې‌وزلو کورنيو او کروندګرو څخه د ملاتړ او د کورنيو توليداتو دپرمختګ په موخه جوړه کړې او د لا پراخولو لپاره يې هڅې روانې دي.نوموړې وويل: (( په راتلونکې کې ډېر پلانونه لرو، غواړو جوزجان کې نورې فابريکې جوړې کړو او د کارګرانو شمېر لوړ کړو، اوس راسره ۳۰ کسان د اوړو د توليد بېلابېلو برخو کې کار کوي. هڅه کوو، چې دغه شمېر ورو ورو تر ۳سوه او څلور سوه پورې لوړ کړو.))د جوزجان ځايي چارواکي هم هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو څخه هرکلي کوي او د دغه ډول فعاليتونو پر پراختيا ټينګار کوي.د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس قاري عبادالله انصار وايي: له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه يو لړ پروګرامونه لرو او له دغه ډول فعاليتونو څخه ،چې د کاري فرصتونو درامنځته کولو او له غيرقانوني کډوالۍ څخه د ځوانانو د مخنيوي لامل کېږي، ملاتړ کوي.ده وويل: ((کروندګر دې غنم وکري او په مناسبه بيه دې وپلوري. هم زموږ او هم د هېواد په ګټه دي. تر ډېره نورو هېوادونو کې زموږ ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د دغې فابريکې په څېر بايد هېواد کې زرګونه نورې فابريکې جوړې شي، بيا به ځوانان نورو هېوادونو ته نه ځي.))يوشمېر هغه کسان چې په دغې فابريکه کې کار کوي خوښ دي، چې له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي. په جوزجان کې د اوړو د توليد فابريکه کې کارګر ذبېح‌الله وايي: له کله راهيسې چې يې کار پيل کړی، ژوند کې يې مثبت بدلون راغلی دی.نوموړی وايي: (( وطني اوړه توليدوو، هڅه کوو چې غنم مو بهر هېوادونو ته صادر نه‌شي او همدلته يې اوړه کړو او بيا يې بازار، ولسواليو او نورو سيمو ته وړاندې کړو.))له دې سره، د جوزجان اوسېدونکي د دغه ډول فابريکو جوړول د هېواد په اقتصادي پرمختګ او دکاري فرصتونو په رامنځ ته کولو کې مهم بولي او پر پراختيا يې ټينګار کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *