افغانستانخبرونه

په جوزجان کې د پنځو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان د پوهنې رياست مسئولين وايي، چې د ياد ولايت د آقچې، خانقاه او خواجه دوکوه ولسواليو کې د نږدې ۱۴ ميليونو افغانيو په لګښت ۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې د يادو ښوونځيو ودانۍ د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د اکتېد دفتر له لوري په پاخه او اساسي توګه جوړې شوې دي.
په جوزجان کې د اکتېد دفتر ولايتي مسوول انجنير امان الله امين وويل، چې د اکتېد دفتر د ناروې هېواد په همکارۍ او د ياد ولايت د پوهنې رياست په همغږۍ د ۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي او په نوي کال کې به ۱۱۰ هغه ښوونځي چې په جزوي توګه ويجاړشوي بېرته ورغول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *