افغانستانخبرونه

په جوزجان کې د يخنۍ له امله د مړينې شمېرې ۲۴ ته ورسېدې

د جوزجان امنيتي مسئولين وايي ،چې دغه ولايت کې د سختو واورو اورېدو او سړې هوا له کبله د مړو شويو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.د جوزجان د امنيې قومانداني وياند عبدالستار حليمي رسنيو ته ويلي، چې د سختې واورې او يخنۍ له کبله د مړو شويو کسانو شمېرې په لوړېدو دی او لپاره يې يو حقيقت‌ موندونکی پلاوی هم ټاکل شوی دی.د جوزجان د امنيې قومانداني د وياند په خبره، تر اوسه ورته د ۲۴ کسانو چې ۱۵ يې نارينه، پنځه ښځې او څلور ماشومان دي، د مړينې خبر رسېدلی دی.په همدې حال کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيف‌الدين معتصم هم وايي، چې د واورو او سړې هوا له کبله د مړو شويو کسانو او خلکو ته د اوښتو زيانونو د کره شمېرو راټولولو لپاره يې هڅې روانې دي.دی له زيانمنو کورنيو سره د بشردوستانه مرستو د زياتېدو غوښتنه کوي.بله‌خوا د واورو اورېدو او سړې هوا له کبله زيانمنې کورنۍ وايي: سختې شپې او ورځې تېروي او بېړنيو بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *