
د جوزجان برېښنا تخنيکي او عملياتي ټيمونو د شبکې اصلاح لړۍ په دوام، داځل د عربخانې کلي اړوند ۲۵۰ کيلوولټ امپير ټرانسفارمر له مخکيني ځايه مناسب ځای ته لېږدولی،چې په دې کار سره د دې ټرانسفارمر اړوندو سيمو د برېښنا رسونې لړۍ د پخوا په پرتله ډاډمنه او منظمه شوه. د دې ترڅنګ د ياد ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د شبکې پراختيا په موخه، ۳۰۰ مټره المونيمي سيمونه، ۷ براکټونه او ۱۴ سلېټرونه غځول شوي او لګول شوي دي. همداراز د شبکې يوشمېر تخنيکي عارضې هم د جوزجان برېښنا د فني کارکوونکو له خوا حل شوې دي.