افغانستانخبرونه

په جوزجان او زابل کې چاودېدونکو توکو ۱۰تنه وژلي

په جوزجان او زابل کې د چاودېدونکو توکو له امله درې تنه وژل شوي او شاوخوا اووه نور ټپيان دي.د جوزجان ولايت د امنيه قومانداني وياند قاري عبدالستار حليمي وايي، وړمه ورځ د ياد ولايت په قوش تېپې ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.په همدې حال کې د زابل د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله زهير رسنيو ته ويلي ،چې په دغه ولايت کې هم د پخوانيو ناچاودو توکو د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.د هغه په خبره، پېښه د ((سره غره د سرخوګانو)) په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله ،چې د کوچيانو تراکتور پر خښ شوي ماين ور برابر شو.د يادونې وړ ده، چې لاهم افغانستان د پخوانيو چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېر زيانمن شوي هېواد دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *