افغانستانخبرونه

په جلال اباد ښار کې د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار اوومه ناحيه کې د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.د جلال آباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي چارو سرپرست انجنيرعبيدالله شېرزاد وايي: دوی په پلان کې لري، چې دا سړک په اساسي ډول ورغوي.نوموړی وايي: په دې سړک ۱۶ اعشاريه ۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په درېيو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.شېرزاد زياتوي: په دې سرک کې شاوخوا سلو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.شېرزاد وايي: (( موږ نن تازه پرانيسته وکړه دا به اساسي جوړېږي، په دې تقريباً ۱۶ اعشاريه ۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او درې مياشتو کې کار بشپړېږي. موږ د ښاروالۍ په لګښت ډېر کارونه په پلان کې لرو، دې کې هم سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.))عام ښاريان هم خوښ دي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي، چې راتلونکي کې دې دې ورته نورې پروژې هم عملي کړي څو خلکو ته په کې کاري زمينه برابره شي.دوی پر ښاروالۍ غږ کوي، چې د سړک د رغېدو په چارو کې دې د کار کيفيت ته پام وکړي.د جلال اباد ښار اوسېدونکی ايمل وايي: (( دا سړک مخکې خام وو، مخکې به چې دې مريض پرې وړه نور به يي هم حالت خراب شو، خو غوښتنه مې دا ده ،چې بايد څارنه يې وشي، که بيا غولوونکي کار کوي خو بده خبره ده، بايد ښه کيفيت به کار وشي ورته.))د دې سړک قراردادي رحمت الله ثاقب بيا خلکو ته ډاډ ورکوي ،چې له يادو رغنيزو چارو به پر وخت څارنه کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې بې کيفيته کار ترسره کړي.نوموړی وايي: (( څنګه چې موږ ته ډيزاين سپارل شوی، نو ډاډ درکوم ،چې د قرارداد سره سم به يې چارې پرمخ ځي او هيله لرم له خلکو نه چې موږ سره پوره پوره همکاري وکړي.))عام خلک شکايت کوي، چې د جلال اباد ښار شپږمه، اوومه، اتمه او نهمه ناحيه، چې تازه تاسيس شوي ډېرو کارونو ته اړتيا لري او بايد ورته پام ډېر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *