
د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د چپرهار اډې او انګور باغ څلور لارې ترمنځ د غرفو لرې کولو او د پارک جوړولو چارې عملاً پيل شوې.د جلال آباد ښاروالۍ د ساختمان رئيس انجنير عبيدالله شېرزاد وايي، چې دغه غځېدلې جاده له ۸۰ تر ۱۰۰ متره سور او په سلګونو متره اوږدوالي لري، چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د روږدو کسانو مرکز و، خو اوسمهال د جلال آباد ښاروالۍ له لوري په کې پارک جوړېږي.په ورته وخت کې د جلال آباد ښار اوسېدونکو د ښاروالۍ دغه اقدام وستايه او ويې ويل، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره له يوې خوا د ښار ښکلا زياتېږي او بل لوري ته به دغه جاده د نشه يي توکو د روږدو کسانو له شتونه پاکه شي.