
په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان پرون کابل ته ستانه شول. د دې ماشومانو درملنه د يوه کال په ترڅ کې په جرمني کې وشوه. د دوی په ډله کې ځينې سوځېدلي وو او ځينو يې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې. دا ماشومان افغاني سرې مياشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خيريه بنسټ ته معرفي کړي وو. د جرمني د سولې کلي مرستندويه ټولنه له څه باندې ۳۰ کلونو راهيسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.