افغانستانخبرونه

په تېر يوه کال کې ۴۰۰ ټنه بې کيفيته درمل راټول او له منځه وړل شوي

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر وړمه ورځ  د کندهار مرستيال والي الحاج مولوي حيات الله مبارک سره د کتنې پر مهال ويلي، چې د تېر ميلادي کال په جريان کې يې ۴۰۰ ټنه تاريخ تېري او بې کيفيته درمل راټول او له منځه وړي دي.
نوموړي دغه راز زياته کړې، چې د پخوا په پرتله په دې برخه کې داخلي توليدات ۱۵ سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار لپاره بسنه کوي.د کندهار مرستيال والي مولوي حيات الله مبارک هم د خوړو او درملو ملي ادارې له فعاليتونو خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې سوداګر بايد د خپل ديني او ملي احساس له مخې هيواد ته ښه کيفيت لرونکي خواړه او درمل را وارد کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *