افغانستانخبرونه

په تېرو ۱۰ مياشتو کې د يو نيم ميليارد ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو په پراخولو سره د هېواد صادرات زيات کړي. د دغه وزارت د چارواکو په وينا، د روان کال په پيل کې د هېواد صادرات يو ميليارد او شپږ سوه ميليونه ډالرو ته رسېدلي چې د کال تر پايه به دغه رقم نور هم زيات شي. د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام اخندزاده وايي، چې له ټولو ډېر صادرات يې پاکستان، هند، ايران، چين او روسيې ته دي. اخندزاده زياته کړې چې له ټولو ډېر صادر شوي توکي سکاره، جوار، پنبه او مميز وو. له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د صادراتو زياتوالي سوداګرو ته د آسانتياوو په برابرولو پورې اړه لري، خو بيا هم د صادراتو اندازه به دوو ميلياردو ډالرو ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *