افغانستانخبرونه

په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۱۱۸ زره ټنه انتقالات شوي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال د مرغومې له ۹مې تر ۱۵مې پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۱۱۸ زره ۱۳۹ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حيرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره ۶۲۳ ټنه، د آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې درې زره ۵۵۱ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۶ زره ۹۶۵ ټنه واردات چې ټولټال ۱۱۶ زره ۳۹۱ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۱۷۴۸ ټنه تجارتي مالونه چې زياته برخه يې وچه مېوه ده؛ صادر شوي دي.د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې هڅې کوي د لا زياتو انتقالاتو لپاره مناسب شرايط چمتو او سوداګرو ته اړينې آسانتياوې برابرې کړي.دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال ۲۲ سلنه زياتوالي راغلي دي او دغه اداره توانېدلې چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه د پاسه يو ميليارډه ۴۲۱ ميليونه افغانۍ راټول او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *