افغانستانخبرونه

په تورخم کې سلګونه جعلي پاسپورټونه او ویزې نیول شوي

د تورخم کميسار مولوي محمد صديق خالد رسنيو ته ويلي ،چې د څو مياشتو په اوږدو کې يې ۱۸۳ جعلي پاسپورټونه او ۱۰۳۵ جعلي ويزې او په سلګونو جعلي تذکرې له عاملينو سره يو ځای نيولي دي.دی زياتوي: هېچاته اجازه نه ورکوو ،چې د تورخم بندر له لارې غيرې قانوني کړنې ترسره کړي،که هغه د اموالو قاچاق وي او که غيرې قانوني اسناد. ده وويل : هره ورځ زموږ ويښ مجاهدين د ټولو ارګانونو په ګډه همغږۍ په لسګونو هغه اسناد ،چې جعلي وي او يا يې قانوني وخت پوره شوی وي نيسي.د تورخم کميسارۍ په تورخم کې د تلونکو او راتلونکو کسانو لپاره ښه کافي امکانات برابر کړي،چې په خپل وخت د مامورينو له لوري د دوی پاسپورتونو ته دخولي او خروجي ټاپې په اسانۍ سره لګول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *