
د بهرنيو چارو وزارت ويلي: پرون دوشنبه په ايران کې د افغانستان د سفارت واګي په رسمي توګه افغان ډيپلوماټانو ته وسپارل شوې.د دغه وزارت د وياند مرستيال ضيااحمد تکل رسنيو ته په رالېږلي پيغام کې ويلي، چې د سفارت د واګي ترلاسه کولو لپاره د ياد سفارت د نوي شارژدافير مولوي فضل محمد حقاني په مشرۍ د ديپلوماتانو يوه ډله ايران ته تللې او په تهران کې به د افغانستان سفارت چارې سمبالوي.تکل زياتوي ،چې د بهرنيو چارو وزارت، اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل د ايران او افغانستان په دوو اړخيزو اړيکو کې مهم او مرستندوی ګام بولي:((د دې لپاره چې په ايران کې د مېشتو هېوادوالو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې ځنډ او خنډ رامنځته نه شي، د بهرنيو چارو وزارت پرون سهار د مجربو ديپلوماتانو اووه کسيزه ټيم په تهران کې د افغانستان سفارت ته واستاوه، څو د نوي شارژدافير ترڅنګ خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.)) په دغو هيوادونو کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا استول شويو ډيپلوماټانو ته د سفارت او قونسلګرۍ چارو له سپارلو سره اوس د سيمې په نږدې ټولو هيوادونو کې د اسلامي امارت ډيپلوماټيک حضور بشپړ شو او دا ستر پر مختګ دی. په ورته وخت کې د ترکيې په استانبول کې افغان قونسلګري اسلامي امارت ته وسپارل شوه . د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزارت د اسيايي څانګې رئيس ذاکر جلالي ويلي چې په استانبول کې افغان قونسلګري رسماً اسلامي امارت ته وسپارل شوه.کارپوهان دې کار ته له نړۍ سره د افغانستان په اړيکو کې د يو پرمختګ په سترګه ګوري.د سياسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي، د نړيوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ که په يوه جغرافيه کې يو نظام وي او امنيت يې هم ټينګ کړی وي، بايد د يوه نظام په توګه په رسميت وپېژندل شي.دی وايي: افغان حکومت ټول معيارونه پوره کړي او نړيوالو ته نوره هېڅ پلمه نه ده پاتې ،چې افغان حکومت په رسميت ونه پېژني:((د نړيوالو قوانينو پر بنسټ په ايران کې د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارل، دا د افغان حکومت حق دی، مخکني نظام نه جغرافيه لري، نه پر افغانستان حاکميت لري او نه هم د افغانستان استازيتوب کولای شي.))د سياسي چارو شنونکي عزيز ستانکزی وايي: اسلامي امارت ته د دغه سفارت سپارل له نړيوالو سره د اړيکو ټينګولو يوه ښه وسيله ده او کولای شي ،چې د افغان حکومت په رسميت پېژندلو لپاره هم لاره هواره کړي:(( دا يو ښه اقدام دی، دا به زمينه برابره کړي ،چې دوی نور هم خپل مناسبات ټينګ کړي، دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو ليدنو او کتنو ته هم زمينه برابره کړي، دا يو پُل او يوه رابطه ده، چې رامنځته شوې ده.))دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت د ځينو ګاونډيو هېوادونو په ګډون يو شمېر هېوادونو لکه پاکستان او روسيې ته خپل ډيپلوماټان لېږلي.