خبرونهنړۍ

په ترکيه کې له زلزلې وروسته د مېشتو افغانانو ژوند ستونزمن شوی

ځينې افغان وګړي چې د ترکيې له زلزلې ژوندي پاتې دي، په خېمو کې له ستونزمن ژونده شکايت لري.دغه افغانان وايي ،چې خپل هر څه يې په دغې زلزله کې له لاسه ورکړي او په سړه هوا کې په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.مالاتيا په ترکيه کې د وروستۍ زلزلې له زيانمنو ولايتونو يو ولايت دی.په ترکيه کې افغان وګړې فرزانه وايي: (( په دې ښار کې د زلزلې پر مهال يو زيات شمېر افغانان بند پاتې وو. يو شمېر يې ټپيان شوي او ځينې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځينې کورنۍ لا هم تر خاورو لاندې بندې پاتې دي.))بل افغان وګړی هم څرګندوي: (( نيم ځان مې، لاس مې، پښه مې او سر مې مات شوي ، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان يم.))په ترکيه کې مېشت بل هېوادوال عبدالعلي وايي: (( زلزلې زموږ کورونه وران کړل. اوس په دې کېږديو کې ژوند کوو. واوره ده او يخ دی. موږ ماشومان لرو.))سهراب مبارز هم زياتوي: (( په لومړۍ زلزله کې موږ په کور کې وو. د سهار ۴ او ۱۷ دقيقې وې. په دويمه زلزله کې زموږ د کور ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوه او له نيکه مرغه موږ هغه مهال له کوره بهر وو.))له بل لوري په انقره کې د افغانستان سفارت او د افغانانو ټولنيز او کلتوري بنسټونه زيانمنو ته د مرستو د راټولولو له کاروان سره يو ځای شوی دی.د دوی په وينا: د ترکيې په لسو ولايتونو کې زلزلې زيانونه اړولي او په دې پېښه کې يو شمېر افغانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.د افغان حکومت د بهرنيو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ د ترکيې له بهرنيو چارو وزير سره د اميرخان متقي له تلېفوني اړيکې خبر ورکړ.د دغه وزارت په خپرپاڼه کې راغلي ،چې، ښاغلي متقي د ترکيې بهرنيو چارو وزير ته ويلي، افغان حکومت چمتو دی، چې د غوښتنې پر مهال روغتيايي او ژغورونکې ډلې ترکيې ته واستوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *