خبرونهنړۍ

په ترکيه کې د غير معياري ودانيو جوړولو له امله د۱۳۰تنو د نيولو امر شوی

د ترکيې دعدليې وزارت د ۱۳۰ کسانو د نيولو حکم کړی دی، ګمان کېږي دا کسان د هغو غير معياري ودانيو په جوړلو کې د خيل وو ،چې د تېرې ورځې په زلزله کې نړېدلې دي. د ترکيې د عدليې وزير بکير بوزداغ پرون ويلي ،چې دا کسان د هغو ودانيو د نړېدو له امله، چې د زلزلې پر وړاندې يې مقاومت نه دی کړی، تر عدلي څار لاندې دي. ترکي چارواکو ويلي، ‌ چې لس تنه يې نيولي او اوه نور يې ممنوع الخروج اعلان کړي دي. په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوې، چې د استانبول پوليسو د يو ساختماني شرکت مشر محمد ياسر چوسکون مونتينګرو ته له سفر مخکې نيولی دی. ترکيه د ودانيو د جوړولو لپاره د زلزلې ضد په معيارونو برابر قوانين لري ،خو راپورونه وايي ،چې دا قوانين په سختۍ پلي کېږي چې د ودانيو د نړېدو يو عامل همدا دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *