
په ترکيه کې د افغانستان سفارت وايي، چې د افغانانو د وضعيت او ورته د اوښتو زيانونو دمعلومولو په موخه يې يو پلاوی د دغه هېواد دزلزلې ساحې ته استولی دی. په انقره کې د افغانستان د سفارت مرستيال محمد مصدق فقيري ويلي: استول شوی پلاوی به هلته خپلې څېړنې او پلټنې کوي او خپل راپور او معلومات به له سفارت سره شکوي .ده زياته کړې ،چې دغه معلومات به بيا له رسنيو سره شريک شي. نوموړي ويلي، چې اوسمهال د ترکيې د حکومت اونړيوالو لومړيتوب د مرستو رسونه او د ژغورنې عمليات دي. د فقيري په وينا، د غير رسمي، غير نهايي او نا تائيد شويو راپورونو له مخې، چې هلته له مېشتو افغانانو يې ترلاسه کړي، ښايي له سلو زياتو افغان وګړو به دې زلزله کې ژوند له لاسه ورکړي وي. له دې مخکې ځينو رسنيو هلته د مېشتو افغانانو په حواله خبر ورکړی، چې تر سلو پورې افغانانو ته د زلزلې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.