
د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال په مشرۍ د ماليې، کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو، د استخباراتو لوي رياست او خصوصي سکتور په غړيتوب له صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ په موخه ځانګړې غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان د صنعت او معدن خونه به کورني توليدات د رسمي ليک له لارې د تعرفې کمېټې ته ور معرفي کوي.د استخباراتو لوی رياست، د خوړو او درملو او نورم او سټنډرډ ادارو په غړيتوب به د تعرفې کمېټه د معرفي شويو کورنيو توليداتو د کيفيت، کميت او قېمت له تثبيت وروسته د ځان بسياينې په اندازه پر دغو وارداتي اموالو تعرفه لوړوي او راپور به يې د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت ته ورکوي. په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابينې د ۹/۶/۱۴۴۴ نېټې د ۱۹مې ګڼې مصوبې مطابق ټولې دولتي ادارې دې د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه په خپلو خريداريو او تدارکاتي پروسو کې کورنيو توليداتو او محصولاتو ته لومړيتوب ورکړي، که څه هم کيفيت يې د بهرنيو توليداتو او محصولاتو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټيټ وي.په غونډه کې دولتي ادارې مکلفې وبلل شوې، څو د ټولو کورنيو توليداتو او محصولاتو لېستونه له ځان سره ولري او د دې لېستونو مطابق دې د تدارکاتو او خريداريو په وخت کې کوټېشن پاڼې اخلي. په ياده غونډه کې همدا راز پرېکړه وشوه، چې د صنعتکارانو او پانګوالو امنيتي ستونزو ته د رسېدنې او د مؤثرې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه دې د کورنيو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونه، د استخباراتو لوي رياست او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او همدا راز د صنعت او معدن خونې خپل باصلاحيته استازي د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت ته په درېيو ورځو کې ور معرفي کړي.دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د سوداګريزو نومونو، مارکو او برانډونو او په هغو کې د جعل او تزوير د مخنيوي په اړه دې اسناد او وړانديزونه د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت ته د وروستي تصميم نيونې په موخه راوليږي.د غونډې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د تعرفې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د استخباراتو لوی رياست په غړيتوب دې د سوداګرۍ او پانګونې او صنعت او معدن خونو ترمنځ د انوايسونو د اجرا په تړاو موجوده ستونزه په هر اړخيز ډول وڅيړي او له خپلو نظرونو سره مل يې دې د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت ته راولېږي.