
په تخار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسيون د مرستيال والي، امنيه قوماندان، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير او يو شمېر نورو چارواکو په ګډون د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ.د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير ملا عبدالبصير حاجي زاده باختر آژانس ته ويلي، چې په دغه کمېسيون کې د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، د استخباراتو رياست او د استيناف څارنوالۍ استازي شامل دي.
حاجي زاده زياته کړه، چې دغه کمېسيون د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله د لارښوونې له مخې جوړ شوى او د ولايت مقام او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې سکرتريت په مشرۍ به فعاليت کوي.
هغه وويل، د دغه کمېسيون له جوړېدو څخه يې موخه په دغه ولايت کې د هر ډول نشه يي توکو د کښت او د قاچاق وړونکو او پلورونکو مخه نيول دي.