
د تخار ځايي مسئولينو ويلي ،چې پرون سهار په دې ولايت کې د ترافيکې پېښې له امله ۱۰ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.د تخار امنيه قوماندانۍ وياند عبدالمبين صافي وايي، چې ټپيان د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوي، چې د پنځو تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.بل لورته يو شمېر سيمهييزو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې ياده پېښه ((انجير)) ولسوالۍ په ((چاه اب)) سيمه کې رامنځه شوې، چې ۱۵ تنه په کې وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.په افغانستان کې ډېری ترافيکي پېښې د ناسمو لارو او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.