افغانستانخبرونه

په تخار او باميانو کې ۸ تنه د جنايي جرمونو په تور نيول شوي

د تخار او باميانو امنيتي مسئولينو ويلي، چې په دغو ولايتونو کې ۸ تنه د جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.د تخار د پوليسو وياند مبين صافي باختر آژانس ته ويلي، چې په مرکز تالقانو ښار کې امنيتي ځواکونو ۶ تنه د نشه يي توکو د قاچاق، غلا او جوارګرۍ په تور نيولي، چې له هغې ۲۰ پوړۍ هيرويين او يوه تومانچه نيول شوې.د يو بل خبر له مخې؛ د باميانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد داوود حيدري وايي، چې په دغه ولايت کې ۲ تنه د نشه يي توکو د پلور په نيول شوي دي.دی زياتوي، چې له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه نشه يي توکي او څلور موبايلونه ترلاسه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *