افغانستانخبرونه

په بلخ کې د ۹ ميليونو افغانيو په لګښت سړک جوړ شو

د مزار شريف د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ مسئولين وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې د ۹ ميليونه افغانۍ په لګښت يو سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د بلخ ولسوالۍ ښاروال مولوي قمرالدين ابو جواد وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې يو سړک د يو کيلو متر په اوږدوالي د ۹ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.ورته مهال د بلخ ولسوال جلال الدين جلالي د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ د مسئولينو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې ټولنيزو خدمتونو ته د لاسرسي د خلکو اساسي حق وباله او له خلکو سره يې د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.د يادونې وړ ده، چې د بلخ ولسوالۍ په کچه څلور پرمختيايي پروژو چارې دوام لري، چې درې پروژې يې د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ له بودجې تمويلېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *