
په بلخ کې لا وړمه ورځ د وزلوبې فدراسيون له خوا د ۱۱ ولايتونو ترمنځ د وزلوبې ټورنمنټ پيل شو. د ياد ټورنمنټ د پرانيستې په مراسمو کې د وزلوبې دوستانه سيالۍ هم وشوه، چې د ۹ ولايتونو له هرې لوبډلې شپږ ـ شپږ اسونو پکې برخه اخيستې وه. په دوستانه سيالۍ کې بدخشان ۱، بلخ ۲ او سرپل هم يو امتياز په خپل نامه ثبت کړ.د يادونې وړ ده، چې ياد ټورنمنټ د لس ورځو لپاره د يوولس ولايتونو د لوبډلو ترمنځ جوړ شوی، چې په کې د فارياب، سرپل، جوزجان، بلخ، کندز، تخار، بدخشان، باميان، لوګر ، بغلان او سمنګان ګډون لري.په دې ټورنمنټ کې د پکتيا، پکتيکا، غزني، خوست او زابل ولايتونو نېزه بازانو هم ګډون کړی او د ټورنمنټ ټولې لوبې له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپريږي.