افغانستانخبرونه

په بلخ کې د ګول سيخونود خرڅلاو مرکزونو د څارنې لړۍ پيل شوه

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د بلخ د مرکز مزار شريف په بازارونو کې د سيخانو د پلورلو د مرکزونو او هټيو د پلټنې او څارنې لړۍ د پيل کېدو خبر ورکړی دی. يادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ،چې دغه لړۍ يې د افغانستان د وسپنې او فولادو د توليد د فابريکو له اتحاديې سره په همغږۍ پيل کړې او د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې تخنيکي ټيم له لوري د مزارشريف ښار په ځينو برخو کې روان دي.په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې دغه لړۍ په هېواد کې د ودانيزو چارو د معياري کولو په موخه له دې وړاندې په کابل ښار کې پيل شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په شفافه او جدي توګه پر مخ وړل کېږي. د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه په دغې خبرپاڼه کې په هېواد کې د وسپنې له ټولو پلورونکو او عرضه کوونکو څخه غوښتنه کړې، چې د بې کيفيته وسپنې له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *