افغانستانخبرونهروغتیا

په بلخ کې د موسمي ناروغيو او سينه ‌بغل پېښې زياتې شوې

په هېواد کې د پخوا په پرتله د موسمي ناروغيو او سينه‌بغل پېښې زياتې شوې او په ځينو سيمو کې پر دغو ناروغيو اخته ماشومانو ته هم رسېدنه ګرانه ده.ماه‌جبين چې له خپلې ناروغې لور نجيبې سره د مزار شريف ملکي روغتون ته راغلې وايي: هوا سړه ده او ميندې بايد خپلو اولادونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. (( زه له ميندو غواړم، چې په ژمي کې خپلو اولادونو ته زياته پاملرنه وکړي او ماشومان له کوره بيرون پرې نه ‌ږدي. زما لور په سينه بغل او شري ناروغۍ اخته شوې ده.))پر ماه‌جبين سربېره، په ياد روغتون کې ګڼ شمېر نورې مېرمنې هم ليدل کېږي، چې خپل ماشومان يې روغتون ته راوړي دي.دلته د ناروغانو ډېروالي د دې سبب شوی،چې پر يوکسيز کټ دوه ناروغان بستر شي.د فرشتې په نامه يوه بله مېرمن چې زوی يې په سينه‌بغل اخته شوي وايي:(( زما زوی په سينه‌بغل ناروغۍ اخته شوی، وضعيت يې پخوا ډېر خراب و، خو اوس مهال ښه دی.))
له بل لوري يو شمېر ډاکټران وايي: سينه‌بغل د سږو د پړسوب سبب کېږي ،چې په دغې ناروغۍ اخته ناروغ د اکسيجن او وينې له کموالي سره مخ کېږي.
دوی وايي: پر دغې ناروغۍ ډېر واړه ماشومان اخته کېږي ،چې د هغوی د مړينې سبب هم ګرځي.
د ماشومانو متخصص ډاکټر غلام جيلاني وايي: (( کله چې د سينه‌بغل ناروغي سخته شي، نو د ماشوم د سينې لاندې برخه داخل ته ننوځي، د ماشوم شونډې او پوزه سره کېږي، چې په ډېره سخته اکسيجن اخلي.))جيلاني وايي: له ۲۰۰ کلونو راهيسې سينه بغل ناروغي د ماشومانو لپاره اوومه مرګونې ناروغي ده.په همدې حال کې د مزار ښار د ملکي روغتون ډاکټران وايي: روان کال نه يوازې د سينه بغل ناروغان زيات وو، بلکې په تنفسي ناروغۍ ګڼ شمېر اخته ناروغان دغه روغتون ته راوړل کېږي.د دوی د معلوماتو له مخې، دغه روغتون ته هره ورځ د ۵۰۰په شاوخوا کې ناروغان راوړل کېږي.ډاکټر خالد چې په دغه روغتون کې کار کوي وايي:(( موږ ته يوازې له مزار ښار نه؛ بلکې له ولسواليو هم ناروغان راځي. هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ ناروغان معاينه کوم او له ۵۰څخه تر ۱۰۰پورې ماشومان بستر وو.)) ډاکټران وايي: نه يوازې سړه هوا؛ بلکې د روغتيايي لارښوونو نه مراعت او د کورنيو نه پاملرنه د دې سبب کېږي،چې دا ډول ناروغۍ زياتې شي.د بلخ د عامې روغتيا رياست مسئولين هم مني چې سينه بغل او نورې موسمي ناروغۍ زياتې شوې، خو وايي،چې ټولو روغتونونو ته يې لارښوونه کړې،چې ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې ناغېړي ونه کړي. د بلخ د عامې روغتيا رئيس خير محمد خيرخوا وايي: (( د بلخ ولايتي روغتون په بشپړ ډول د خلکو په خدمت کې دی، زموږ ټول روغتيايي ټيمونه دمګړۍ په کار بوخت دي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *