
د بغلان د اقتصاد رياست مسئولينو ويلي، چې په دغه ولايت کې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري د خوراکي توکو په بدل کې د کار بهير پيل شو.د دغه ولايت د اقتصاد رئيس عبدالمتين آخندزاده د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې د خوړو نړيوال پروګرام په بغلان کې هره مياشت څه باندې له ۶۲ زره اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کوي، چې د دې مرستو ۳۰ سلنه په وړيا ډول او ۷۰ سلنه يې ۴۵ زره کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکول کېږي.آخندزاده زياته کړه، چې د مرستو دغه بهير به د اقتصاد رياست تر څارنې لاندې په ولسواليو کې د انکشافي شورا ګانو پر مټ او د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست په همغږۍ ترسره کېږي.