افغانستانخبرونه

په بغلان کې ۳۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې

د بغلان د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست د غيردولتي مؤسسو په مرسته دې ولايت کې نږدې ۳۰۰ کسانو ته د ۹ مياشتو لپاره د کار زمينه برابره کړې ده.د بغلان د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست وياند نصيراحمدطاهري وايي، چې دغه رياست په خپلو هڅو ۲۹۰ کسانو ته چې د بې وزلۍ سره مخ وو د کار زمينه برابره کړې ده.طاهري زياته کړه، چې هغو ۲۹۰ تنو کارګرانو ته چې د يوې مياشتې لپاره يې په بغلان کې د جنغارق او اجمير کانالونو د بيارغونې په برخه کې کار کړي، د خوړو نړيوال پروګرام په مالى مرسته هر ګارګر ته ۸۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او ۸ مياشتې به نور هم دوام وکړي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *