
د بغلان د نهرين ولسوالۍ د عمر بن الخطاب (رض) له مدرسې څخه څه باندې سل تنه ديني عالمان او قاريان فارغ او د فضيلت پګړۍ يې وتړلې.په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بغلان والي سمېع الله حزب الله وويل، چې د عصري زده کړو تر څنګ د ديني زده کړو هم د ټولو خلکو مسئوليت دی او زياته يې کړه، چې اسلامي امارت د امن فضا په تامين سره د دې زمينه برابره شوې، چې د هېواد بچيان پرته له ويرې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې عصري او ديني زده کړې وکړي.اخوا د دې مدرسې مسئولين وايي، چې په پوره ژمنتيا سره له کلونو راهيسې هڅې کوي ،څو ديني زده کړې نورې هم پراخې کړي، خو د دې مدرسې د تدريسي چارو د دوام پر وړاندې اقتصادي ننګونې هغه څه بولي، چې ښايي په راتلونکي کې د دوی فعاليت ټکني کړي.
د دې غونډې په پای کې فار غ شويو کسانو ته د فضيلت پګړې ور وتړل شوې.