
د بغلان امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په دوشي ولسوالۍ کې يې ٣ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ وياند مولوي شېراحمد برهاني د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت پوليسو په دوشي ولسوالۍ ٣ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.برهاني زياته کړه، چې نيول شوي کسانو دوسيې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.