
د بغلان د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په ۶ ولسواليو کې د څه باندې ۷ ميليونه ډالرو په لګښت د ټولنيز ملاتړ او د افغانستان معيشت تر نامه لاندې د کليو بيارغونې او پراختيا چارې پيل شوې.
بغلان کې د آغا خان بنسټ د سيمه ييز بنياد مشر خال محمد د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې د دوشي، تاله وبرفک، خنجان، بنو، دهصلاح او پل حصار ولسواليو په ۲۵۸ کليو کې د ۲،۷ اووه اعشاريه دوه ميليونه ډالرو په لګښت د کليو بيارغونې او پراختيا چارې پيل شوې، چې مالي لګښت يې د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي.
د بغلان د کليو بيارغونې او پراختيا رييس عبدالواحد عبيده وايي، چې دې پروژه کې هر کلي ته ۲۱ زره امريکايي ډالر ځانګړي شوي، چې په پلي کېدو سره به يې په سيمه ييزه کچه کليو کې د ځايي خلکو ستونزې راکمې شي.