افغانستانخبرونه

په بغلان پکتيکا او کندهار کې 188 زره جريبه ځمکه دولتي تثبيت شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په بغلان، پکتيکا او کندهار ولايتونو کې د ۱۸۸ زره جريبه دولتي ځمکې د تثبيت خبر ورکړي دي. دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو ولايتونو کې د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوي په بغلان، پکتيکا او کندهار ولايتونو کې ۱۸۸ زره جريبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده.په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځمکه يې د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په دشت ګبر سيمه کې، د پکتيکا په خوشامند او شخېل ولسواليو او د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې تثبيت کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *