افغانستانخبرونه

په بغلان په نشه يي توکو د ۷۰ روږدو کسانو درملنه وشوه

د بغلان امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير ملامحمد نبي کامران وايي، چې په مخدره توکو د روږدو يادو ۷۰ کسانو درملنه له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د بيا ژوند په نامه د يوه خصوصي بنسټ په مرسته د ۴۵ ورځو په موده کې ترسره کړې او اوس ياد روږدي جوړ او د خپلو کورنيو سره يوځاي شول.
کامران زياتوي چې يادو روږدو ته دوي فکري روزنه هم په دې موده ورکړې څو د فکري اړخه دغه کسان په ځان بسيا شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *