افغانستانخبرونه

په بغلان او لوګر کې اړمنو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په بغلان او لوګر کې له ۱۲۱۴ اړمنو کورنيو او کندز کې له ۶۰۰ بڼوالو سره مرسته وشوه.د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې د اقتصادي ننګونو سره مخ ۲۱۴ کورنيو سره د آغاخان AKAH بنسټ له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلوګرامه اوړه، ۱۶ لېټره غوړي، ۱۶ کيلو لوبيا او دوه کيلو مالګه ورکړل شوه.د يو بل خبر له مخې؛ د لوګر د سرې مياشتې رياست د المان د سولې کلي په مالي ملاتړ د دغه ولايت د خوښۍ ولسوالۍ ۱۰۰۰ سېلاب ځپلو او بېوزلو کورنيو سره د ۹ قلمه خوراکي توکو مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته په کې۵۰ کيلو اوړه، ۱۰ ليټره غوړي، ۲۴ کيلو وريجي، ۷ کيلو لوبيا،۷ کيلو نخود، ۷ کليو مټر دال، ۵ کيلو بوره، ۱ کيلو شين چای او دوه تختې کمپلې ووېشل شوې.په ورته وخت کې د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې له ۶۰۰ بڼوالو سره د بڼوالۍ د بېلابېلو وسايلو مرسته وشوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *