افغانستانخبرونه

په برېښنايي پېژندپاڼه کې د (( ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه)) اضافه شول

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي ،چې د برېښنايي پېژندپاڼې د لا اعتبار په موخه يې د برېښنايي پېژندپاڼې د کارټ پر مخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه اضافه کړي دي.يادې ادارې ليکلي، چې دغه کار يې د شخص د ځانګړنو او آدرس موندنې او همداراز د نوموړي د ظاهري بڼې د بدلون او بايومټريک معلوماتو د تازه کېدو لپاره کړی دی.د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ليکلي: (( د الکترونيکي تذکرې پرمخ د ولسوالۍ نوم د شخص د ځانګړنو او کره آدرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه ،چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بايومټريک معلوماتو د تازه کولو په موخه زيات شوي دي.))په ورته مهال د احصايې او معلوماتو ادارې ليکلي ،چې هر لس کاله وروسته شخص کولای شي خپل د بايومټريک معلومات نوي کړي او خپل د خوښې تصوير پر برېښنايي پېژندپاڼې ولګوي.دا په داسې مهال ده ،چې له دې وړاندې برېښنايي پېژندپاڼه کې د کورنيو چارو وزارت نوم لرې او پر ځای يې د احصايې او دمعلوماتو ملي ادارې نوم اضافه شوی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *