
د برېتانيا د کډوالۍ وزير رابرت جنريک، ويلي ،چې په هغه هېواد کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي، چې افغانان هم پهکې شامل دي. د رويټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، جنريک وړمه ورځ د برېتانيا پارلمان ته وويل: د ماشومانو د ورکېدو ۴۰۰ پېښې شته، چې لا هم د ۲۰۰ ماشومانو د برخليک په اړه معلومات نشته. د برېتانيا د کډوالۍ وزير زياته کړه، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ يې البانيايي، پاتې ۱۲ نور يې د افغانستان، مصر، وېټنام، پاکستان او ترکيې دي. د برېتانيا دغه چارواکي وايي، د ۲۰۲۱م کال له جولای مياشتې راهيسې تر څلور لکه او ۶۰۰ ډېر ماشومان چې څوک ورسره نه وو، د برېتانيا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.