
د باميانو د عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د انتاني ناروغيو ۳۰ بستريز روغتون پرانيستل شو.د دغه ولايت د عامې روغتيا د اړيکو مسئول ډاکټر محمد نيطاقي وايي، چې دغه ۳۰ بستريز روغتون د روغتيا د نړيوال سازمان په مالي مرسته او د ياد ولايت د عامې روغتيا رياست تر څارنې لاندې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.ورته مهال د باميانو والي مولوي سرحدي د دې پروژې د ترسره کولو په برخه کې د عامې روغتيا رياست او مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د خلکو ترمنځ ورورولۍ او يو د بل منلو کلتور ته بايد وده ورکړو او له تبعيض او قوم پرستۍ څخه ډډه وکړو. نوموړي دغه راز د روغتيا له نړيوال سازمان څخه وغوښتل، چې د روغتيايي سيستم ودې ته جدي پاملرنه وکړي او په هېواد کې دننه د ښې درملنې زمينه برابره کړي.